دموکراسي د ږيرو په لومه کې
عبدالولي عبدالولي


داسې ښکاري چې دښاغلي حامد کرزي دموکراسي هغه ګډيدونکي نري باد يا ((بړبښکۍ)) ته ورته کيږي چې دده سره راغله او د هغه سره به ځي .بيا په دې هېواد کې دموکراسي د ږيرو په لومه کې راګيره ده، او د تاريخ په دې برخليک ټاکونکي پړاو کې يو وار بيا هغه کړۍ چې څو څو ځله يې ازادي بخښونکي او دموکراسي پلوه غورځنګونه ځپلي دي، هڅه کوي چې دموکراسي د نوي پيدا شوي ماشوم غوندې په ځانګو کې خفه کړي . د ګنګوسو او اوازو له مخې چې ګواکې خليل زاد او ښاغلي کرزي بيا خپل سوداګر اوسوالګر په حکمتيار او طالبانو پسې لېږلي دي ، تر څو هغوی پخلاکړي او په نوي جنجالي کبينه او حکومت کې ورته ځينې مهمې څوکۍ ورکړي .دغو ګنګوسو او اوازو يو وار د افغانستان پرمختګ غوښتونکي او مترقي کړۍ په انديښنو کې اچولي دي ، چې خدای مه کړه بيا زموږ کړيدلی ولس د دموکراسۍ تر نامه لاندې د افراط او بنيادګرايۍ په زندان کې ښکېل نه شي . په زغره بايد وويل شي چې د افغانستان مترقي محافل ددې طرفدار نه دي ، چې څوک دې د چاسره جوړجاړی او يا روغه نه کړي .ولې د چاسره جوړجاړی؟ د چاسره مسالحه ؟د حکمتيار او طالبانو مرام او طرحه جوت او روښانه دي .په کومو شرايطو او شرطونوکې دا روغه جوړ تر سره کيدای شي؟ ايا ښاغلی حکمتيار او طالبان خپلې ټولې طرحې او پروګرامونه تر شا غورځوي، او که په دې جوړجاړۍ کې د دموکراسۍ ،بشري حقونو او د يوه حقوقي دولت منل شوي نورمونه او موازين تر پښو لاندې کيږي؟دغه دي د پرمختګ پالونکو کړيو انديښنې . خو هسې نه چې دا انديښنې په حقيقت بلې شي، خو که داسې وشي ، دا به يو ځل بيا د افغانانو د اميد سترګو ته د خاورو پوکول وي .
که ښاغلي کرزي او ښاغلي خليل زاد ته غوږ شو چې هغوی ګوياپه ميانه روو حکمتيارانو او طالبانو پسې ګرځي، دا پوښتنه رامنځ ته کيږي چې دا ميانه رو طالبان او ګلبدينيان له کومه کيږي؟ دا څه ډول ماشين دی چې کله له يوه عادي افغان څخه مجاهدجوړوي ، بيا له مجاهد نه طالب جوړکړي ، او بياله طالب نه تيرورېست او بلااخره اوس له تيرورېست نه ميانه رو جوړوي !؟! . پدې کې شک نيشته چې متحده ايالات به په وروستي تحليل کې هغه کار کوي او هغه پاليسي به زموږ په هېواد کې پرمخ بيايي چې له هر څه نه وړاندې د دوی په ګټه وي ، هغو به هر هغه کار ته لاس اچوي چې دا خال خال جګړه په يوې دوامدارې او ناپايه جګړه بدله نه شي. نو ددې لپاره اړينه او ضروري چار داده چې چې خپل پخواني ياران_ او دښمانان سره د يوه مېز تر شا کښېنوي ، تر څو په دې سيمه هغوی خپل ستراتيژيکي پلانونه عملي او ګام په ګام پلي کړي. زما په عقيده د دوامدارې سولې او ثبات لپاره جګړه روا ده، ښايي د امريکايانو په قاموس کې د دموکراسۍ او حقوقي دولت پر ځای ديکتاتوري روا وي او هغه هم په داسې حال کې چې د ځانه سره مفادات اوګټې ولري. نن ټول روښانفګري غورځنګونه په دې باور دي ، چې يوازې د هغوی او د هغوی په پراخ ګډون کې کيدای شي د افغانستان د نن او سبا ستونځې او مسائل حل و فصل شي، ددې لپاره همدا اوس پراخ ريزرفونه موجود دي .خو برعکس که د ښاغلي کرزي او امريکايانو لپاره په افغانستان کې د خپلې پاليسۍ په نقشه او اجنده کې د بنيادګرانو او مذهبي افراطګرانو او د دموکراسۍ او تجدد پلو و تر منځ خوښول او انتخابول مشکل کار وي، نو بايد ووايم چې درست او صحيح انتخاب په تجدد پلوو او په دموکراسي پلوو قوتونو اتکا ده .
په حکومت او اداره کې د روښانفکرانو فعال ګډون او د هغوې څخه پلوی ، په افغانستان کې د جګړې او افراط د ځواکونو هلې ځلې شنډوي .يوازې او يوازې د هغوې په وجود کې کېدای شي، افغانستان په نړۍ کې په يوه سوله خوښوونکي او سيمه کې په يوه ښه ګاونډي بدل شي، او بيا دا هېواد د ترهګرانو شومه ځاله ونه ګرځي.په داسې حال کې چې مذهبي افراطيت او عقبګرا قوتونه د خپلو اعمالو په نتيجه کې خپل قبر ځان ته پخپله کيندي، نه ده پکار چې هغه بيا په مصنوي ساه راژوندي شي .
December 17th, 2004


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات